لاهور۔25فروری (اے پی پی) د پنجاب وزير اعلی ټاكنې لپاره ووټنګ به (نن) د ګل په ورځ په پنجاب اسمبلۍ كښې كيږي۔د وزيراعلی چوكۍ لپاره به د پاكستان مسلم ليګ (ن) نومولې كانديدې مريم نواز او د سني اتحاد كونسل رانا آفتاب احمد خان ترمينځه مقابله وي۔ د دواړو لخوا د اتوار په ورځ د نامزدګۍ كاغذونه په سېكرټري آفس كښې جمع كړې شول كوم چې كره كتنې او سكروټني څخه وروستو درست وګرځولې شوو۔ د پنجاب اسمبلۍ سېكرټري چوهدري عامر حبيب له مخې د پنجاب وزيراعلی ټاكنه به د فرورۍ په 26 مه نېټه د ګل په ورځ سهر 11 بجې كېدونكې غونډه كښې كيږي۔ د وزيراعلی چوكۍ لپاره به د مريم اورنګزېب او رانا آفتاب احمد خان ترمينځه مقابله وي۔