لاهور۔25 فروری(اے پی پی) د پنجاب نګران وزيراعلی محسن نقوي صوبائي وزيرانو سره د بادشاهي مسجد او مزار اقبال دوره وكړه۔ د خپلې دورې په مهال ده په بادشاهي مسجد كښې تبركات مقدسه لپاره د نوې ميوزيم او د مزار اقبال اپ ګريډيشن پراجيكټ پرانسته وكړه۔ ده د شاهي قلعې بهرني ديوال سره جوړې كړې شوې د لاهور فورټ كېفے پرانسته هم وكړه۔ وزيراعلی تبركات مقدسه لپاره د جوړېدونكي نوي ميوزيم معيار وستائلو او تبركات مقدسه محفوظ ساتلو لپاره يۍ د نوي او ښكلي شوكېسونو معائنه وكړه۔ ده د مزار اقبال د تعمير او بحالۍ او اپ ګرېډېشن كار معائنه هم وكړه او صوبائي وزيرانو سره يۍ د اقبال مزار ته حاضري او فاتحه خواني يۍ وكړه۔