د پاكستان پيپلز ګوند سيد اويس قادر شاه د سندھ اسمبلۍ سپيكر او انتھوني نويد ډپټي سپيكر وټاكلے شو

کراچۍ۔ 25 فروری (اے پی پی) د پاكستان پيپلز ګوند نومولے شوے كانديد سيد اويس قادر شاه د سندھ اسمبلۍ سپيكر او انتھوني نويد ډپټي سپيكر وټاكلے شو۔ د اتوار په ورځ د سپيكر آغا سراج دراني په مشرۍ كښې غونډه د قرآن كريم تلاوت سره پېل شوه۔ دې څخه وروستو سپيكر آغا سراج دراني نوي سپيكر او دوهم سپيكر لپاره د غونډې پېنل ونومولو په كوم كښې چې شرجیل میمن، سعید غنی، ندا کھوړو اور علی خورشیدی شامل وو۔ د سپيكر او دوهم سپيكر د ټاكنې عمل د خفيه رايو وركولو د لارې وكړې شو۔ سپيكر آغا سراج دراني د رايو شمېرې عمل بشپړ كېدو څخه وروستو د نتيجې اورولو په مهال ووئيل سید اویس قادر شاہ 111 ووټونه اخستو سره سپيكر غوره كړے شوے۔ دده په مقابله كښې د اېم كيو اېم كانديدې صوفيه شاهد 36 رايې ترلاسه كړې۔ دې څخه وروستو آغا سراج دراني سيد اوېس قادر شاه څخه د سپيكر منصب سوګند واخست۔ د پیپلز ګوند انتھونی نوید ډپټی سپیکر وټاكلې شو۔ ده 111 او دده په مقابله كښې د اېم كيو اېم كانديد راشد خان 36 ووټونه واخستل۔ نوي ټاكلي شوي سپيكر اوېس شاه دوهم سپيكر انتھونی نوید څخه سوګند واخست۔