لاهور۔25فروری(اے پی پی) د پنجاب ګورنر بليغ الرحمن سره نګران وزيراعلی محسن نقوي په ګورنر هاؤس لاهور كښې ملاقات وكړو۔ محسن نقوي ګورنر د نګران سېټ اپ 13 مياشتنيزې كاركردګۍ په اړه خبر كړو۔ ده ګورنر ته د نګران حكومت د كاركردګۍ په اړه كتاب هم وړاندے كړو۔ د پنجاب ګورنر د اولسي خېر ښېګړې منصوبو په ريكارډ موده كښې په ترسره كولو د محسن نقوي او د هغه د كابينې كاركردګي وستائله۔ ګورنر ووئيل ستا په مشرۍ كښې نګران حكومت نورو لپاره د اولسي خذمت ٬ سپېځلتيا او ګورننس په زړه پورې مثال پرېښودلے دے۔