د سندھ ګورنر د شیخ نوری محمد علی كراچۍ ائيرپورټ څخه رخصت كړو

کراچۍ۔ 25 فروری (اے پی پی) د سندھ ګورنر كامران خان ټېسوري د روضه رسول(ص) کلید بردار شیخ نوری محمد علی كراچۍ ائيرپورټ څخه رخصت كړو۔ د ګورنر هاؤس لخوا د جاري كړې شوې اعلاميې له مخې د سندھ ګورنر د هغه ګاډې خپله چلولو سره ايئرپورټ ته ورسېد۔ ګورنر كراچۍ ته په تشريف راوړلو او په ګورنر هاؤس كښې په پاتې كېدو د شېخ نوري محمد علي مننه وكړه۔ د سندھ ګورنر ووئيل ستاسو شفقت او مينه ما لپاره يو درناوې دې۔