سکھر۔ 25 فروری (اے پی پی) د سندھ په سیاسی تاریخ كښې په اولني ځل سكھر سره تعلق لرونكي غړي ته د سندھ اسمبلۍ سپيكر چوكۍ وركړې شوې ده چا چې خپل منصب سنبال كړے دے۔ سکھر څخه ټاكلي شوي د سندھ اسمبلۍ غړي سید اویس قادر شاہ د سپيكر په حېث خپلې ذمه وارۍ سنبالولو څخه وروستو وئيلي زما لپاره او زما كورنۍ لپاره دا د درناوي خبره ده۔ د سندھ اسمبلۍ ايوان به په بې پرې او سپېځلي ډول مخ په وړاندې بيايم۔ ده ووئيل ما سيد خورشيد شاه څخه سياسي تربيه ترلاسه كړې ده۔ ده ووئيل د سكھر د اولس لخوا د ګوند د مشرتابه مننه كوم۔