
کراچۍ۔ 24 فروری (اے پی پی) د پاكستان پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بهټو زرداري وئيلي دي چې زه به د ټاكنو په مهال شوې ناانصافۍ او د ګوند د كارمندانو شهادتونه كله هېر نه كړم٬ په ټاكنو كښې د درغلۍ په نامه احتجاج كوؤنكو كله هم سندھ كښې ټاګنې ګتلې نه ده۔ د بلاول هاؤس ميډيا سيل كراچۍ لخوا د جاري كړې شوي پرېس ريليز له مخې د پی پی پی چیئرمین په نیو کراچۍ كښې د ټاكنو كمپائن په مهال د ډزو په نتيجه كښې د شهيد شوي 12 كله عبد الرحمن كور ته لاړو او د هغه مور رسوله بي بي او ماما عبدالغفار سره يۍ غمرازي وكړهه او د شهيد روح ته ثواب رسولو له يۍ فاتحه خواني وكړه۔ په دې موقعه ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل په سندھ كښې حكومت جوړولو څخه ورستو به مونږ د ټاكنو په مهال د تشدد رامخې ته شويو پېښو پلټنيو له به جے آئي ټي تشكيل كوؤ او په دې كښې ككړ كسان د قانونې له مخې سزا سره مخ كولو سره به د خپلو كاركنانو په شمول ټولو ته انصاف وركړو دغسې چې سباؤن كښې څوك بيا داسې ونكړي۔ ده ووئيل ټاكنو كښې د درغلۍ په نامه احتجاج كوؤنكو كله هم سندھ كښې ټاكنې ګټلې نه دي۔ ده ووئيل د 2002، 2013 او 2018 په ټاكنو كښې هم احتجاج كؤنكو ګوندونو د پيپلز ګوند په مقابلې كښې ماتې خوړلې وه۔ ده پوښتنه وكړه چې آيا ماته د لاړكنې په نشست ماتې شوې؟ چرته چې ما يو لك ليډ سره مقابله ګټلې ده۔