پېښور ۔ 24 فروری (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي د نوې ټاكلې شوې صوبائي اسمبلۍ غونډه د فرورۍ په 28 مه نيټه 11 بجې راوبلله۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر د آئين آرټيكل 109 شق (اے) لاندې د نوې ټاكلې شوې اسمبلۍ غونډه رابللې ده۔ په غونډه كښې به د صوبائي اسمبلۍ نوي ټاكلي شوي غړي سوګند پورته كوي۔ په غونډه كښې به د صوبائي اسبملۍ د سپيكر او دوهم سپيكر ټاكنه كولې شي او دوئي څخه به سوګند اخستلې شي۔ په غونډه كښی به د خېبر پښتونخوا د وزيراعلی ټاكنه هم كولې شي۔