مريم نواز شريف سره د محسن نقوي ملاقات ٬ د پنجاب وزير اعلی منصب لپاره په نومول كيدو مباركي

لاهور۔24فروری(اے پی پی) د پاكستان مسلم ليګ (ن) نومولې شوې د پنجاب وزيراعلی مريم نواز شريف سره نګران اعلی وزير محسن نقوي د خالي په ورځ په جاتي امراﺀ كښې ملاقات وكړو۔ په دې موقعه نګران وزيراعلی مريم نواز شريف ته په پنجاب كښې د پرمختيائي كارونو په اړه بريفنګ وركړو۔ مریم نواز شریف د پنجاب د نګران وزيراعلی په توګه د محسن نقوي د اولسي خذماتو ستائنه وكړه۔ محسن نقوي مريم نواز ته د پنجاب اعلی وزير منصب لپاره په نومول كېدو مباركي وركولو سره ووئيل د هېواد د تاريخ اولنۍ مېرمن وزيراعلی كېدل يو ځلنده مثال دے او باور لرم چې مريم نواز به په پنجاب كښې د اولسي خذمت يو نوې تاريخ رقم كړي۔ مريم نواز ووئيل د محسن نقوي پېل كړې شوې د اولسي ګټې منصوبې به مخ په وړاندې بيايؤ۔ دې ووئيل مسلم لیګ(ن) اولسي ګوند دے او ترجيح يۍ اولسي خېر ښېګړه ده۔ دې ووئيل د وزيراعلی په حېث چې شهباز شريف په كوم ډول د صوبې د اولس مسئلې حل كولو له فعاله ګامونه پورته كړې دي ٬ زما هڅه به وي چې زه هم د هغه دغه د خېر ښېګړې مشن روان وساتم۔