کراچۍ۔ 24 فروری (اے پی پی) د سندھ اسمبلۍ غونډه د سپيكر آغا سراج دراني په مشرۍ كښې پېل شوه۔ د غونډې پېل د قرآن پاك تلاوت څخه وشو۔ دې څخه وروستو نعت رسول مقبول (ص) وړاندے كړے شو۔ د سندھ اسمبلۍ سپيكر آغا سراج دراني نوې ټاكلې شويو غړو څخه سوګند واخست۔ په سوګند پورته كوؤنكو كښې نومولے شوے وزيراعلی سید مراد علی شاہ، فریال تالپور، شرجیل میمن، ناصر حسین شاہ او نور شامل دي۔ د سندھ اسمبلۍ په 168 غړو كښې پي پي پي سره د تعلق لرونكو شمېره 114 ده او د 36 غړو تعلق اېم كيو اېم پاكستان سره دے۔ په آزاد حېثيت كښې ټاكلې شويو 9 غړو په سني اتحاد كونسل كښې شموليت لپاره الېكشن كمېشن ته خواست وركړے دے۔ بلخوا د جي ډي اے او جماعت اسلامي غړو په دستوره كښې ګډون ونكړو۔