فېصل آباد۔ 24 فروری(اے پی پی) په ګرد هېواد كښې شب برأت 14شعبان المعظم (سبا) د اتوار په ورځ زيات عقيدت او احترام سره لمانځلے شي۔ د ګرد هېواد په څير په فېصل آباد كښې به جوماتونو او د عبادت نورو ځايونو كښې د ديني محفلونو اهتمام كولے شي۔ په دې شپه به د نفلونو او نورو عبادتونو اهتمام كولے شي او علماﺀ كرام او خطيبان به خپلو تقريرونو او وعظونو كښې د دې شپې په فضيلت او اهميت رڼا اچوي۔ د اسلام فرزندان به په دې شپه له خپلو ګناهونو توبه كوي او پاك پروردګار څخه به د هېواد او قام د سلامتيا ٬ د كشمير او فلسطين د آزادۍ او د خپلو ارواښادو بخښنې له دعا كوي۔ ددې بابركته شپې په موقعه به په ورځپاڼو كښې خصوصي ايډيشن خپرولې شي او په پي ټي وي ٬ رېډيو پاكستان او نجي ټي وي چېنلو به خصوصي پروګرامونه ټېلي كاسټ كولې شي۔ په دې موقعه به خلق د خپلو اروښادو په قبرونو د ګلونو څادرونه خپروي او فاتحه خوانۍ له به مقبرو ته ځي۔ د شعبان په 15 مه نېټه د ګل په ورځ به روژه هم نيولې شي۔