د بلوچستان ګورنر د اسمبلۍ غونډه د فرورۍ په 28 مه نيټه راوبلله

کوئټه۔ 24 فروری (اے پی پی) د بلوچستان ګورنر ملک عبد الولی کاکړ د بلوچستان اسمبلۍ غونډه د فرورۍ په 28 مه نېټه د شورؤ په ورځ درې بجې په صوبائي اسمبلي هال كوئټه كښې رابللې ده۔ په غونډه كښې به د صوبائي اسمبلۍ نوي ټاكلي شوي غړي سوګند پورته كوي او د سپيكر او دوهم سپيكر سره سره د بلوچستان د وزيراعلی ټاكنه به عملي كولې شي۔