د عوامی نېشنل ګوند مشر د اجمل خټك په مړينه غمرازي ښكاره كړه

پېښور 22 فروري (اے پي پي) د عوامی نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولی خان د موموړي خبريال ، کالم نګار او پختون سټوډنټس فیډریشن خېبر پښتونخوا پخواني صدر اجمل خټك په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ده۔ده ووئيل ارواښاد د باچا خان او ولی خان د نظریات او فکر رښتنې پیروکار ؤ،هغه د طالب علمۍ په وخت كښې د پښتون قومی تحریك د سيورې لاندې سیاسی هلې ځلې پيل كړې وي، ارواښد تر آخري وخت د قومی تحریك سره په ثابت قدمۍ سره ولاړ وو۔ده ووئيل صحافت او کالم نګارۍ په میدان كښې به هم د ارواښاد خذمات عمر له ياد ساتلې شي، عوامی نېشنل ګوند د اجمل خټك په مړينه د غمجنې كورنۍ په غم كښې برابر شريك دې۔ ده دعا اوكړه چې لوے څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔