د قامی وطن ګوند چیئرمېن د نذیر ناجی په مړينه خوايشني وښودله

پېښور 22 فروري (اے پي پي) د قامی وطن ګوند چیئرمېن آفتاب احمد خان شیرپاؤ د نوموړي خبريال ، کالم نویس او تجزیه کار نذیر ناجی په مړينه د غم دړد څركندونه كړې ده۔ده ووئيل نذیر ناجی صحافت آزادۍ، ترویج او شفافیت لپاره ټول عمر هلې ځلې كړي،د هغه خذمات به عمر له ياد ساتلې شي۔ ده دعا وكړه چې لوے څښتن دې ارواښا له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔