د خېبرپښتونخوا ټورازم اتھارټۍ تر سېوري لاندې د تخت بھائي ټرېن سفاري تفريحي دورہ به په درېم مارچ پېل كېږي

پېښور 21 فروري (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا کلچر اېنډ ټورازم اتھارټۍ تر سېوري لاندې به تخت بھائي ټرېن سفاري تفريحي دورہ په درېم مارچ پېل كېږي٬ په دې موقع به په يونېسكو پلاوي د نړيوالې كلتوري ورثې سېل كولې شي٬ د خېبرپښتونخوا کلچر اېنډ ټورازم اتھارټۍ په مرسته تر تخت بھائي د سفاري ټرېن د سېل دا وړومبې موقع ده٬ په دې لړ كښې به په وړومبي پړاٶ كښې د 130 نه زياتې كورنۍ سهار نهه بجې د پېښور صدر رېلوے سټېشن څخه روانېږي ٬ په لاره به د سېل په بېلا بېلو ځايونو چې پكښې سټي ريلوے سټيشن، ناصر پور، پبي، نوښار، رسالپور او مردان شامل دي سېل كولې شي۔ د يونېسكو د دې نړيوالې كلتورې ورثې په موقع به د تخت بھائي په آثارقديمه كښې سېل كوٶنكي د بېلا بېلو تاريخي ځايونو پشمول د بدھ مت د پخوانو خانقاګانو سېل هم كولې شي