د بلوچستان الیکشن کمشنر كانديدانو ته د انتخابي خرڅونو ګوشوارې تر 21 فروري د جمع کولو سپارښتنه وكړه

کوئټه 21 فروري (اے پي پي)د بلوچستان الیکشن کمشنر محمد فرید آفریدي د ميرمنو او اقلیتونو لپاره بېلو شوو د قامي او صوبائي اسمبلۍ چوكو لپاره ( فارم ۔ 33) كښې موجود كانديدانو ته د انتخابي خرڅونو ګوشوارې تر 21 فروري الیکشن کمشنر بلوچستان/ ریټرننګ افسر دفتر كښې د جمع کولو سپارښتنه كړې ۔ ده ووئيل كانديدان خبرولې شي چې د انتخابي خرڅونو ګوشوارې فارم (C) الیکشن کمشنر بلوچستان/ ریټرننګ افسر په دفتر كښې ټاكلې شوې نيټه كښې دننه جمع کړئ او كه جمع نه كرے شو نو د مخصوص چوكو كانديدانو د کامیابۍ نوټیفکیشن به تر هغه وخت نه جاري كېږي تر څو چې د انتخابی خرڅونو د ګوشوارو فارم (C) جمع كړے شوے نه وي۔