خېبر پښتونخوا څخه تر اوسه 2 لكهه 89 زره 519 غیر قانوني مېشته غیر ملکیان افغانستان ته لېږلې شوي ۔ د خېبر پښتونخوا د كورنيو چارو محکمه

پېښور 20 فروري (اے پي پي) خېبر پښتونخوا څخه د غیر قانوني مېشته غیر ملکیانو د وتلو سلسله روانه ده۔د خېبر پښتونخوا د كورنيو چارو محکمې له مخې تيره ورځ د طورخم په لاره 402 غیر قانوني مېشته غیر ملکیان افغانستان ته لېږلې شوي،په مجموعی توګه خېبر پښتونخوا څخه 4 زره322،اسلام آباد څخه 148، پنجاب څخه يو زر 152، آزاد کشمیر څخه 34 غیر قانوني مېشته غیر ملکیان افغانستان ته لېږلې شوي۔ په طورخم پوله تر اوسه په مجموعی توګه 2 لکهه 84 زره 194،په انګور اډه پوله 4 زره 627 دغسې د خرلاچی پولې څخه 698 كسان افغانستان ته لېږلې شوي ۔ د خېبر پښتونخوا د كورنيو چارو محکمې له مخې د خېبر پښتونخوا درېو واړه پولو څخه تر اوسه 2 لکهه 89 زره 519 كسان افغانستان ته تللي دي ۔