قانون پخپلو لاسونو كښې د اخستونكو به په سختۍ سره مخنيوې كولې شي۔ د بلوچستان د اطلاعات نګران وزیر

کوئټه 20 فروري (اے پي پي) د بلوچستان د اطلاعات نګران وزیر جان اچکزئی وئيلي دي چمن كښې مظاهرچيانو قانون پخپلو لاسونو كښې اخستے او پاسپورټ آفس ئې بلاك كړے ۔پولیس او نور قانون نافذ کوونكو ادارو په ګډه ملزمان نيولې دي۔ د نهې په ورځ جاری شوي بیان كښې د اطلاعات نګران وزیر ووئيل ما څخه څو مياشتې وړاندې د امناكه احتجاج کولو اجازه غوښتې شوې وه خو تيره ورځ د پاسپورټ آفس په بلاك كولو د اشتعال انګیز عمل نه پس پولیس مداخلت کړے ۔د مزل لپاره د پاسپورټ شرط د ریاست پريكړه ده او د دې په نفاذ كښې به څه ډول خنډان ونه زغملے شي ۔ده ووئيل قانون په بڅبلو لاسو كښې د اخستونكو به په سختۍ سره مخنيوې كولې شي