د خيبر پښتونخوا ګورنر سره د چارسده ډسټركټ بار ايسوسي ايشن پلاوي ملاقات

پېښور ۔ 19 فروری (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي سره د چارسده ډسټركټ بار ايسوسي ايشن پلاوي په ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ د پلاوي مشري د بار اېسوسی اېشن صدر مجیب الرحمن اېډوکېټ كوله۔ په پلاوي كښې نائب صدر احمدزیب اېډوکېټ، جنرل سېکرټری سېف اللہ خان اېډوکېټ، جوائنټ سېکرټری عادل ظاھر اېډوکېټ ،محمدفوادخان اېډوکېټ او علی خان اېډوکېټ شامل وو۔ پلاوي ګورنر ډسټرکټ بار اېسوسی اېشن ته پېښو ستونزو څخه خبر كړو او ددې د حل كولو خواست يۍ وكړو۔ ګورنر اړوندو چارواكو ته د وكيلانو ورورولۍ د مسئلو حل كولو له په موقعه هدايات جاري كړل۔ ګورنر ووئيل د قانون سرلوړي او احترام قومونه عروج ته رسوي ٬ د قانون احترام په ټولو فرض دے۔