پېښور۔ 19 فروری (اے پی پی) سپیکر هاوس پېښور كښې د نومولي وزیراعلی علي امین ګنډاپور او د صوبائي اسمبلۍ نومولي شوي سپیکر عاقب اللہ خان تر مينځه د حکومت سازۍ او د موجودہ سیاسي صورتحال په اړه د اسمبلۍ غړو سره يو مهم ملاقات شوے. نومولي شوي سپيكر عاقب اللہ خان نوو ټاكلے شوو غړو سره خپلو خبرو كښې ووئېل دا وخت پاکستان د يو مشکل پراؤ څخه تېرېږي، مونږ له به د هېواد بقاء لپاره ګټور کردار ادا کول وي ۔ نومولي شوي سپیکر عاقب اللہ خان ووئېل په مونږ اولس اعتماد کړے د كوم تر مخه چې مونږ له كار كول دي ۔ عاقب اللہ خان ووئېل په راروانو څو ورځو كښې به زمونږ په صوبه كښې د حکومت سازۍ کار سر ته ورسي۔