لاهور۔19فروری (اے پی پی) د تحريك منهاج القرآن د مؤسس او مشر ډاكټر طاهر القادري تاليف كړې شوې د قرآن انګليسي ژباړنې ” دي مېنېفسټ قرآن” د برطانيې په هيرګېټ انټرنېشنل كونشن سنټر كښې د مخكتنې دستوره وشوه۔ د تحريك منهاج القرآن وياند نور الله صديقي له مخې په دستوره كښې د امريكا ٬ كاناډا ٬ اروپا او پاكستان څخه 2 زره څخه زياتو وګړو ٬ مذهبي سكالرانو او د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو شخصياتو ګډون وكړو۔ دې دستورې ته د برطانيې په تاريخ كښی د قرآن مجيد په اړه تر ټولو لويې مخكتنې دستورې درناوې هم ترلاسه شوې دې۔ دستورې ته خپل خطاب كښې ډاكټر طاهر القادري ووئيل ما دا ترجمه د انګېسي نړۍ علمي حلقو او په خاص توګه د ځوانانو رجحانات او پوښتنې تر لاندې ساتلو سره تاليف كړې ده۔ ده ووئيل قرآن مجید د امن، بین المذاهب روادارۍ ، د مېرمنو او اقليتونو د حقونو ٬ اعتدال ٬ اخلاق او كردار او د اعلی انساني اقدارو محافظ او ماخذ ضابطه حيات دے۔ ده ووئيل قرآن مجيد تر قيامت پورې لارښودنه كوؤنكے كتاب دے د كوم د يو يو حرف د حفاظت ذمه وارۍ چې پاك پروردګار اخستے ده۔ ده وئيل دا شرف منهاج القرآن ته ترلاسه دے چې د پاك پروردګار په توفيق په بېلو هېوادونو او بېلو سيمو كښې په وئيل كېدونكو ژوبل كښې د قرآن مجيد ترجيمې شائع كوي او تقسيموي۔