د جے يو آئي پنجاب د مجلس عامله غونډه (سبا) د نهې په ورځ كيږي٬ وياند

لاهور۔19فروری(اے پی پی) د جے یو آئی پنجاب د مجلس عامله غونډه (سبا) د نهې په ورځ د صوبائي امير مولانا محمود په مشرۍ كښې په جامعه مدنيه رائيونډ روډ لاهور كښې كيږي۔ د صوبائی وياند حافظ غضنفر عزيز له مخې په غونډه كښی به ټاكنو څخه وروستو د رامخې ته شوي صورتحال جاج اخستې شي او د صوبائي مجلس كونسل عمومي غونډې انتظاماتو ته به حتمي شكل وركولے شي۔ په غونډه كښې به د مجلس عامله غړي او نور ګډون كوي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د ټاكنو څخه وروستو د رامخې ته شوي صورحال په اړه د جے یو آئی د صوبائی جنرل کونسل غونډه به د مارچ په 5 مه نېټه لاهور كښې كيږي په كومه كښې به چې د جمعيت علماﺀ اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن د خاص مېلمه په حېث ګډون كوي۔