په ګرده صوبه كښې د روانو بارانونو دلاسه په رامخې ته شويو پيښو كښې 4 كسان مړه ٬ 9 ژوبل

پېښور۔ 19 فروری(اے پی پی) په ګرده صوبه كښې د روانو بارانونو دلاسه په رامخې ته شويو پېښو كښې تر دې دمه 4 كسان مړه او 9 ژوبل شوي دي۔ د پي ډي اېم اے له مخې په ځپليو ضلعو كښې د مرستې كارروايۍ روانې دي۔ ډی جی پی ډی اېم اے قیصر خان وئيلي چې د واورې ورېدو او د لېنډسلائيډنګ د لاسه د بندو سړكونو پرانستلو له ګامونه پورته كولې شي۔ پي ډي اېم اے ټولو صلعو سره نزدې رابطه ساتي او د ټولو ضلعو انتظاميې ته پېشګي اقدامات لپاره د فرورۍ په 15 او 17 نېټه مراسلې جاري كړې شوي دي۔