پاك پوځ په شمالي وزيرستان كښې موبائل ایجوکیشن اینډ انفوټینمنټ سکول جوړ كړو

پېښور ۔ 18 فروری (اے پی پی) په شمالی وزیرستان كښې د پاك پوځ لخوا د ویژن “علم ټولو د پارہ”۔”تعلیم سب کےلیے” لاندې موبائل اېجوکېشن اېنډ انفوټینمنٹ سکول جوړ كړے شو۔ د موبائل ایجوکیشن اېنډ انفوټینمنټ سکول مقصد لرې پرتو سيمو كښې د علم ترلاسه كولو شوق پېدا كول دي۔ په دې مهال ټولو كوچنيانو ته سبق آموز اینیمیټډ فلم او کارټون وښودلې شو كوم څخه چې هغوي ښه خوند پورته كړو۔ تر دې دمه د شمالي وزيرستان بېلو ځايونو څخه 1800 نه زيات زده كوؤنكي دې اسانۍ څخه مستفيد شوي دي۔ د سيمې خلقو د پاك پوځ د دې اقدام ستائنه كولو سره ووئيل د زده كړو سره سره دا ډول غېر نصابي فعاليتونه ماشومانو كښې فكري عمل قوي كوي۔