د بلوچستان اسمبلۍ د ټاكلې شويو كانديدانو د كاميابۍ نوټيفكيشن جاري كړے شو

اسلام آباد۔18فروری(اے پی پی)الېکشن کمېشن آف پاکستان په ټولټاكنو 2024 كښې د بلوچستان اسمبلۍ د ټاكلې شويو كانديدانو د كاميابۍ نوټيفكېشن جاري كړے دے۔ د اتوار په ورځ د جاري كړې شوي نوټيفكېشن له مخې د فضل قادر، نور اللہ، سردار عبدالرحمان کھیتران، نوابزداہ طارق مګسی، سردار ثناء اللہ زهری، عبدالمالک، نواب محمد اسلم خان رئیسانی او د سردار سرفراز چاکر ډومکی په شمول د يو شمېر نورو كانديانو د كاميابۍ تصديق شوے دے۔ په نوټیفکېشن كښې وئيلې شوي چې آزاد كانديدانو له به د دې نوټيفكېشن جاري كېدو څخه وروستو په درې ورځې كښې دننه كوم سياسي ګوند كښې شموليت كول وي۔