پيښور ٬ د جائيداد په شخړه د فريقينو ترمينځه د ډزو پيښه ٬ 4 كسان مړه

پېښور ۔ 18 فروری (اے پی پی) د پېښور په وزير قلعه سيمه كښې د جائيداد په شخړه د فريقېنو په يو بل د ډزو په نتيحه كښې 4 كسان مړه شوي دي۔ د پوليس وياند له مخې فریق اول حیدر حاجی او فریق دوم جمیل او نورو د جائيداد په شخړه په يو بل ناترڅه ډزې پېل كړې چې په نتيجه كښې يۍ څلور كسان په ځايې مړه شول۔ د اطلاع په ترلاسه كېدو ځائي پوليس د وژل شويو مړي پوسټ مارټم لپاره نزدې روغتون ته منتقل كړل۔ د پېښې ځايې څخه شواهد جمع كړې شوي او د تورونو نيولو له هڅې پېل كړې شوې دي۔