پېښور۔ 18 فروری (اے پی پی) پېښور سره تعلق لرونكې د څلورم جماعت زده كوؤنكې زنيره خان په اوسنۍ نړيواله کېنګرو لسانی مقابله (آئی کے اېل سی) كښې ګولډ مېډل ترلاسه كړو په كومه كښې چې ګرد پاكستان څخه 8 زره څخه زياتو زده كوؤنكو هلكانو او انجونو برخه اخستې وه۔ د بین الاقوامی اسلامی یونیورسټی اسلام آباد سکول اېنډ کالج، خېبر کېمپس كښې د څلورم جماعت زده كوؤنكې زنیرہ خان ته د آئی کے اېل سی تر اهتمام لاندې په شوې انګلېسي لساني مقابله كښې د غېر معمولي كاركردګۍ په څرګندونه ګولډ مېډل او توصيفي سند وركړے شو۔ د دې د سكول 14 او ټول پېښور څخه 238 زده كوؤنكو په مقابله كښې برخه و اخسته۔ د مقابلې مقصد د ځوانانو زده كوؤنكو لساني او تخليقي صلاحيتونه زياتول وو۔ زنیرہ د ګرد هېواد په 945 زده كوؤنكو كښې لومړے پوزيشن ترلاسه كړو۔