كوم هم عمل چې اولس ستونزو سره مخ كوي سم نه دے٬ د بلوچستان نګران وزيراعلی

کوئټه۔ 18 فروری (اے پی پی) د بلوچستان نګران وزيراعلی مير علي مردان خان ډومكي د اتوار په ورځ د كوئټې ښار ناڅاپي دوره وكړه او د بېلو لارو په شمول يۍ په مهمو كاروباري مركزونو كښې د روانو چارو جاج واخست۔ وزیراعلیٰ د منان چوك په شمول بېلو سيمو ته لاړو۔ ده د بازارونو په پرانستې پاتې كېدو او په روانو كاروباري هلو ځلو د اطمينان څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل اولس او كاروباري ورورولي د قانون په ضد د كوم عمل برخه نه دي جوړ شوې او دا خوشبينه خبره ده۔ ده ووئيل د كوم ډول تحفظات ازالې لپاره بايد هېواد د قانون له مخې لاره اختيار كړې شي۔ ده ووئيل داسې كوم عمل چې اولس ستونزو سره مخ كړي سم نه دے۔ دې څخه وړاندې اعلی وزير ته نګران داخله وزير ٬ د كوئټې كمشنر او د بلوچستان پوليس آئي جي امن او امان مجموعي صورتحال او امن په ځايې كولو سره د اړوندو اقداماتو په اړه بريفنګ وركړو۔