پېښور ۔ 18 فروری (اے پی پی) د قبائلي ضلعې مهمند تحصيل صافي په قيوم آباد سيمه كښې د بس او موټر ترمينځه د خطرناك ټكر په نتيجه كښې 5 كسان مړه او يو سخت ژوبل شوے دے۔ د ډسټرکټ ایمرجنسی آفیسر افتخار خان یوسفزئي له مخې د ریسکیو 1122 طبي او ډي آر ډلې د حق رسېدليو مړي او ژوبل شوے تن ډسټرکټ هېډ کوارټر روغتون غلنۍ ته منتقل كړے دے۔