د شيخ محمد بن زيد النهيان روغتون كوئټه او اين آئي سي وي ډي ترمينځه د تفاهم يادښت لاس ليك شو

کوئټه۔ 17 فروری (اے پی پی) د بلوچستان د اولني انسټیټیوټ آف کارډیالوجی روغتون شېخ محمد بن زید النهیان کوئټه او د نیشنل انسټیټیوټ آف کارډیالوجی اېنډ ویسکولر ډیزیز کراچۍ (این آئی سی وی ډی) ترمينځه د ماشومانو د زړونو د رنځ درملنې حوالې سره د تفاهم يادښت لاس ليك شو۔ د دې لمخې به این آئی سی وی ډی د بلوچستان صوبې د ماشومونو د زړه رنځونو درملنو لپاره په ابتدائي توګه هر 15 ورځې وروستو د داكټرانو يوه ډله انسټیټیوټ آف کارډیالوجی کوئټه ته لېږي۔ په دې موقعه سی ای او آئی سی کیو بریګیډیئر افتخار، ډی جی هیلتھ بلوچستان ډاکټر غلام فاروق، ایچ او ډی این آئی سی وی ډی سرجن سهیل بنګش ، وائس پریذیډنټ سی پی ایس پی سرجن عائشه صدیقه او نورو هم خطاب وكړو او دا يۍ بلوچستان لپاره يو مهم سنګ ميل او ډالۍ وګرځولو۔