د كمشنر د تورنو دې بشپړه پلټنې وكړې شي٬ د ده نامه دې اي سي اېل كښې واچولې شي٬ مريم اورنګزيب

لاهور۔17فروری(اے پی پی) د پاکستان مسلم لیګ(ن) وياندې او پخوانۍ وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب غوښتنه كړې ده چې د پېنډۍ كمشنر د تورونو دې بشپړه پلټنې وكړې شي او دده نامه دې په اي سي سي اېل كښې واچولې شي٬ پاكستان معاشي بحران څخه د ويستلو سوچ به كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د خالي په ورځ عطاﺀ تارړ او عظمی بخاري سره په ګډه خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ دې ووئيل د ټاكنو په نتيجو كښې كمشنر هېڅ اختيار نه لري٬ د ده د تورونو په شا بايد كوم ثبوت وي٬ هغه دې اولس او الېكشن كمېشن ته وړاندې كړې شي۔ دې ووئيل څوك چې تور لګوي او ثبوت نه وركوي هغه ته بايد سخته سزا وركړې شي۔ دې ووئيل كمشنر وائي چې فارم 45 كښې هېڅ غلطي نشته٬ كمشنر بايد ثبوت وركړي۔ په دې اړه بايد پلټنې وكړې شي۔ دې ووئيل دا وخت بايد ټول په ګډه دا سوچ وكړي چې پاكستان معاشي ستونزو څخه څنګه بهر كړؤ۔ دې غوښتنه وكړه چې د كمشنر نامه دې اي سي اېل كښې واچولې شي او دده ټول ريكارډ دې قبضه كښې واخستلې شي۔