د پنجاب وزيراعلی د كمشنر لخوا په ټولټاكنو كښې د درغلۍ لګولې شويو تورونو نوټس واخست ٬ د لوړې كچې كميټۍ تشكيل كولو هدايت

لاهور۔17فروری(اے پی پی) د پنجاب وزيراعلی محسن نقوي په ټولټاكنو كښې د كمشنر (پېنډۍ) لخوا د درغلۍ او ټګۍ لګولې شويو تورونو سخت نوټس اخستو سره په دې اړه د بې پرې پلټنيو كولو امر وكړو۔ وزیراعلی د تورونو انكوائري كولو له د لوړې كچې كمېټۍ تشكيل كولو هدايت هم جاري كړے دے۔ ده ووئيل د تورونو دې سپېځلې او آزادانه انكوائري وكړې شي دغسې چې د كمشنر د تورونو په اړه اصل حقائق رامخې ته كړې شي