د هند او نیوزی لینډ د كركټ لوبډلو ترمينځه دويم ون ډے به (نن) کېږي

پونے 24 اکتوبر (اے پي پي) د هند او نیوزی لینډ د کرکټ لوبډلو ترمينځه د سیریز دويم ون ډے به (نن) د شورو پھ ورځ كېږي۔ نیوزی لینډ ته د درې میچونو سیریز كښې 0-1 سره وړاندې والې ترلاسه دے۔ ممبئۍ كښې شوې وړومبي ميچ كښې نیوزی لینډ هند له په 6 وکټو ماتې وركړې۔ د دواړه لوبډلو ترمينځه دريم او آخري ون ډے میچ به په 29 اکتوبر په کانپور كښې كېږي۔