فېصل آباد۔ 12 فروری (اے پی پی) په ګرد هېواد كښې د رېډيو نړيواله ورځ (سبا) د نهې په ورځ د فرورۍ په 13 مه نېټه لمانځلې شي۔ د دې ورځې لمانځلو مقصد خلكو ته اطلاعات او معلومات وركولو سره سره د زده كړو او كلتورنو په اړه د رايې آزادۍ ته د ودې وركولو حوالې سره د رېډيو اهميت په ډاګه كول دي۔ هر كال د ملګرو ملتونو اداره يونېسكو دا ورځ په ګرده نړۍ كښې د خپرونو ادارو ٬ تنظيمونو او كميونټيز سره د فعاليتونو منصوبه بندي كولو سره لمانځي۔ يوې پېړۍ څخه د زياتې مودې تېرېدو باوجود رېډيو د معلوماتو رسولو ٬ د سماجي خيالاتو ګډولو او د ګردې نړۍ خلكو ته د زده كړو آسانۍ رسولو يوه مقبوله ذريعه ده۔ رېډيو د قدرتي يا انساني آفتونو په مهال نه يوازې د قيمتي ځانونو په تحفظ كښې مرستال ثابتېږي بلكې خبريالانو ته د حقائقو رپورټ كولو او د خپلو تخليقاتو وړاندې كولو لپاره يو پلېټ فارم هم وركوي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د رېډيو نړيواله ورځ په لومړي ځل په كال 2012 كښې لمانځلې شوې وه۔