زمونږ مورال لوړ دے، د خدمت د سیاست سفر به جاري وي، سکندر خان شیرپاؤ

پېښور11 فروری (اے پی پی) د قومي وطن پارټۍ صوبائي چيئرمېن سکندر خان شېرپاؤ وئيلي دي چې زمونږ مورال لوړ دے، د خدمت د سياست سفر به روان ساتلے شي٬ د ټولټاكنو 2024 نتيجو نه وروستو په یو ویډیو بیان کښې هغه ووئیل د خپل ګوند د چارواکو، کارکنانو او ووټرانو ډیره مننه کوم۔ نوموړي ووئیل باور دركوم چې قومي وطن ګوند به تل خپل فعال رول لوبوي۔ د قومي وطن ګوند به د اولس خدمت ته دوام ورکوي۔ هغه ووئیل خپلو ټولو همکارانو او كاركنانو ته باور وركوم چې مونږ به د محنت خپل سفر روان ساتؤ او مونږ به د دې مېوې كه پاك پروردګار ته منظور وي ضرور ترلاسه كوؤ۔