پېښور ۔ 10 فروری (اے پی پی) د قطبي وزيرستان په ميرانشاه سيمه كښې د ډزو پېښې په نتيجه كښې د قومي اسمبلۍ پخوانے غړے محسن داوړ ژوبل شوے دے۔ د پوليس لخوا دده د ژوبل كېدو تصديق شوے او په دې اړه وئيلې شوي دي چې د محسن داوړ پلويانو د ميران شاه ګېنټ ګېټ مخې ته احتجاج كولو۔ د احتجاج كوؤنكو لخوا تور لګولے شوے چې احتجاج په شمالي وزيرستان كښې د ټاكنو د نتيجو د تاخير په سوب روان وو٬ پوليس په احتجاج كوؤنكو ډزې او د اوښكو بهوونكي غاز شېلنګ وكړو۔ محسن داوړ د ميرانشاه روغتون ته منتقل كړے شوے چرته چې د هغه حالت له خطر څخه بهر ښودلے شوے دے۔ د ډزو په نتيجه كښې د محسن داوړ ځينې ملګري هم