کراچۍ 08 فروری (اے پی پی) الیکشن کمېشن د پیپلز پارټي كانديد قادر مندوخیل د اړخه په پولنګ اسټېشن د بريد نوټس اخستے دے ۔د سندھ صوبائی الیکشن کمشنر د اړخه د زيارت په ورځ جاري شوې اعلامیې له مخې الیکشن کمېشن اړوند ریټرننګ افسر ته په سممدستي توګه د کارروائی کولو سپارښتنه كړې۔د الیکشن کمېشن مراسلې په متن كښې وئيلي شوي چې الیکشنز ایکټ سیکشن 196 ترمخه دې د قادر مندوخیل په ضد سخته قانونی کارروائی وكړې شي۔