د خېبر پښتونخوا الېكشن کمشنر د انتخابي عمل جاج اغستو له د پېښور د بېلا بېلو پولنګ سټېشنز دوره

پېښور 08 فروري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا الېكشن کمشنر شمشاد خان د انتخابي عمل جاج اغستو له د پېښور د بېلا بېلو پولنګ سټېشنز دوره كړې٬ په دې موقع اېس اېس پي اپرېشن كاشف عباسي٬ ريجنل الېكشن كمشنر سعيد احمد خان او د پېښور ډپټي کمشنر هم دوي سره وو، صوبائي الېكشن کمشنر په فقير آباد او ګل بهار كښې د بېلا بېلو پولنګ سټيشنز موجود عملې سره خبرې وكړې او دوي ته ئې خپل وظيفه د ترسره كولو امر وكړو٬ شمشاد خان په دې پولنګ ايجنټس سره هم د انتخابي عمل په اړه خبرو كولو كښې په انتظامات د اطمينان څرګندونه وكړه٬ ده اولس ته اپيل وكړو چې ھغوي په هېواد كښې د جمهوري عمل استحكام او پرمختګ او سوكالۍ لپاره خپل د رائے حق استعمال كړي