کوئټه۔ 08 فروری (اے پی پی) د بلوچستان نګران داخله وزير مير زبېر احمد جمالي وئيلي دي بې پرې او سپېځلې ټاكنې كول د حكومت تر ټولو لومړۍ ترجيح ده٬ اولس دې د رايې حق كارولو له خپلو كورونو څخه راوځي٬ كه پاك پروردګار ته منظور وي د ټاكنو عمل به خېر او عافيت سره سر ته ورسي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په جاري كړې شوي خپل بيان كښې وكړه۔ ده ووئيل صوبائي حكومت د ټولټاكنو عمل سولييز جوړولو له خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي٬ ووټرانو او كانديدانو ته د هر ممكن تحفظ وركولو هڅې كوؤ۔ ده ووئيل دا د نګران حكومت ذمه واري ده چې هغه د ټولټاكنو په مهال د اولس د ځان او مال تحفظ باوري كړي۔