په لاهور كښې د پولنګ عمل پيل شو

لاهور۔8 فروری(اے پی پی) په صوبائي سرښار لاهور كښې د پولنګ عمل سهار 8 بجې پېل شو۔ د پاك پوځ او نورو امنيتي ادارو په نګرانۍ كښې د پولنګ عمل به سهار 8 بجو څخه تر ماښام 5 بجو روان وي۔ د روان كال 2024 ټولټاكنو كښې په صوبائي سرښار لاهور كښې د قومي اسمبلۍ په 14 نشستونو به د 266 او د صوبائي اسمبلۍ په 30 نشستونو به د 813 كانديدانو ترمينځه مقابله وي۔ په اېن اے 120 كښې به تر ټولو زياتو 27 كانديدانو او اېن اے 118 كښې به تر ټولو كمو 18 كانديدانو ترمينځه مقابله وي۔ د صوبائي اسمبلۍ په پی پی 161 حلقه كښې به تر ټولو زيات 46 او په پي پي 150 كښې تر ټولو كم 13 كانديدان مقابلې لپاره په مېدان كښې وي۔ آزادې ٬ عادلانه او سپېځلې ټاكنې باوري كولو له د امنيت فول پروف انتظامات شوي دي۔ په ګرده صوبه كښې د دفعه 114 لاندې په هوائي ډزو او د وسلې په ښكاره كولو تر 12 فروري بندېز لګولې شوې دې۔ په صوبائي سرښار لاهور كښې پولنګ سټېشنز په 3 کېټیګریز اے ٬ بي او سي كښې تقسيم كړې شوي دي۔ په لاهور كښې 4 زره څخه زيات پولنګ سټېشنونه جوړ كړې شويدي۔ په زياتو حساسو پولنګ سټېشنونو سي سي ټي وي كېمرې لګولې شويدي او د ټاكنو سپېځلتيا باوري كولو له ریټرننګ او پریذائیډنګ افسرانو ته د درجه اول مجسټرېټ اختيارات وركړې شويدي۔ دا خبره دې ښكاره و ي چې په ګرده صوبه كښې 144 قومی او 297 صوبائی حلقو كښې ټولټاكنو لپاره پولنګ كېږي۔ د قومي او صوبائي اسمبليو نشستونو لپاره 50 زره 9 سوه پولنګ سټېشنونه جوړ كړې شوي دي۔ په دې پولنګ سټېشنونو كښې28297 نارمل ٬ 15617حساس او 6040 زيات حساس ګرځولې شوي دي۔ د ټولټاكنو په مهال ټوله 524070 پولنګ عمله خپل خذمات ترسره كوي۔ په ګرده صوبه كښې به 7 کروړه 42 لکه څخه ز يات كسان د رايې خپل حق كاروي۔