
پېښور 07 فروري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا نګران وزير اعليٰ جسټس (ر) سيد ارشد حسېن شاہ د بلوچستان پشين او قلعه سېف الله سيمو كښې د بمې چاٶدنو غندنه كولو سره په پېښو كښې په قېمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كړې۔ د شورو په ورځ خپل د غندنې پېغام كښې ده د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا كولو سره غمژنو كورنيو سره د يووالي څرګندونه وكړه۔ ده په پېښه كښې د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره هم دعا وكړه۔ ده ووئيل د خېبرپښتونخوا نګران حكومت د ځپليو كورنيو په غم كښې برابر شريك دے