
کوئټه 07 فروري (اے پي پي) د بلوچستان په قلعه سېف الله ضلع كښې د جمعيت علماء اسلام( ف) انتخابي دفتر سره نزدې د چاٶدنې په نتيجه كښې اته كسان شهيدان او 12 ټپيان شوي۔ ځائي پوليس له مخې د شورو په ورځ په قلعه سېف الله كښې د جے يو آئي (ف) انتخابي دفتر سره نزدې د چاٶدنې په نتيجه كښې ژوبل شوي او شهيدان ډي اېچ كيو روغتون ته رسولې شوي او په روغتون كښې اېمرجنسي نفاذ كړې شوې ۔ د چاٶدنې سره سمدستي پوليس او قانون نفاذ كوٶنكو ادارو سيمه محاصره كړه او د لټون عمليات ئې پېل كړي