د نبي كريم (ص) معراج د حق او ريښتيا علامت دے٬ د بلوچستان نګران وزيراعلی مير علي مردان خان ډومكي

کوئټه۔ 07 فروری (اے پی پی) د بلوچستان نګران وزيراعلی مير علي مردان خان ډومكي د معراج شپې 27 رجب په مناسبت سره په خپل پېغام كښې وئيلي دي دا د بشري تاريخ هغه تر ټولو مهمه واقعه ده كومې چې د تحقيق او مشاهدې بندې دروازې د پرانستلو پېل وكړو۔ نبي كريم (ص) د ټولو انبياﺀ علېهم السلام امامت وكړو او پاك پروردګار خپل محبوب ته د مونځ په څير عظيمه ډالۍ وركړه۔ ده ووئيل د نبي كريم (ص)معراج د كائنات د تسخير كولو يوه ځانګړې اشاره ده۔ د نړۍ په تاريخ كښی د نبي كريم (ص) معراج خاص اهميت لري۔ دا هغه عظيمه واقعه ده په كومه چې ايمان او نبي كريم (ص) سره عشق لرونكے مسلمان وياړ لري چې هغوي د يو داسې عظيمې مرتبې لرونكي نبي امتيان دي كوم ته چې د شعور په حالت كښې د كائنات رب د زمكو او آسمانونو د سېل كولو درناوې وبخښلو۔ ده ووئيل پاك پروردګار رحمت للعالمين ته په ټولو انسانانو فضيلت وركولو سره هغوي ته د معراج شرف وركړو۔ دوئي يۍ مسجد الحرام څخه مسجد اقصی او بيا يۍ تر آسمانونو ورسول۔ نبي علېه السلام د آسمانونو څخه زيات پورته تر سدرة المنتهی ورسېدو چرته چې جبريل علېه السلام د وړاندې تللو څخه معذرت كولو سره ووئيل چې كه زه يو قدم هم وړاندې لاړم نو وزرې به مې سوزېدلې وي۔ نګران وزيراعلی ووئيل دا هغه سفر ؤ د كوم ادراك چې انساني عقل كولے نه شي۔ ده ووئيل د نبي كريم (ص) معراج د حق او ريښتيا علامت دے۔ دې پېښې څخه پاك پروردګار ثابت كړې چې هغه يو محبوب بنده سره د ټولو مادي تقاضو كوم ځاے ته رسولې شي او په كائنات كښې د بنده مقام تر كومې دے۔ ده ووئېل نن كه انسان د كائنات مسخر كولو پلو قدم پورته كوي نو نبي كريم (ص) د دې كار ابتداﺀ كونكے او انتها ته رسونكے دے۔ ده ووئيل د كائنات تسخير لپاره د معراج واقعه انسانانو لپاره يوه زېرے هم دے۔ د معراج شپه ټول انسانيت لپاره پاك پروردګار ته د رجوع كولو شپه ده او په خاص توګه مسلمانانو لپاره دا يوه عظيمه شپه ده۔ ده ووئېل پاك پروردګار نبي كريم (ص) ته د خپل قدرت بلها نظارې ښودلې٬ دوئي ته يۍ جنت ٬ دوزخ ٬ د مرګ څخه وروستو مناظر او نور ډېر څه ښودل۔ په دې مهال نګران وزيراعلی د بېت المقدس د آزادۍ ٬ په آزاد كشمير كښې د هند لخوا د روانې رياستي ترهګرۍ خاتمې ٬ د فلسطيني مسلمانانو غاصبو اسرائيلي يهوديانو څخه د آزادۍ او ټول امت لپاره د يو والي دعا وكړه