
پېښور ۔ 07 فروری (اے پی پی) په خېبر پښتونخوا كښې ټولټاكنو لپاره هر ډول چمتوالے نيولے شوے۔ په خېبر پښتونخوا كښې به د قامي اسمبلۍ په 45 او د صوبائی اسمبلۍ په 115 چوكو ټاكنې كېږي۔ د صوبائي الېكشن كمېشن له مخې په خېبر پښتونخوا كښې د قامي اسمبلۍ چوكو لپاره 713 او صوبائی لپاره 1814 كانديدان په مېدان كښې ولاړ دي۔ په صوبه كښې په مجموعي توګه 15 زره 696 پولنګ سټېشنونه جوړ كړے شوي۔ دلته په مجموعي توګه 2 کروړه 19 لکه 11زره 577 ووټران خپل ووټونه اچوي ۔ په دوئي كښې د سړو شمېره يو كروړ 19 لکه 77 زره 893 او د مېرمنو 99 لکه 33 زره 684 ده۔ په صوبه كښی به يو لك 66 زره 655 عمله د ټاكنو په مهال خپله وظيفه ترسره كوي۔ په پېښور كښې د قامي اسمبلۍ په 5 او د صوبائي اسمبلۍ په 13 چوكو ټاكنې كېږي۔ دلته د ووټرانو مجموعي شمېره 21 لکه 7 زره 692 ده په كومو كښې چې 11لکه 65 زره 411 سړي او 9 لکه 42 زره 281 مېرمنې ووټرانې شاملې دي۔ د پېښور په اېن اے 28 كښې د ووټرانو مجموعي شمېره 3 لکه 96 زره 45 ده۔ دلته 2 لکه 19 زره 835 ووټران سړي او يو لك 76 زره 210 مېرمنې دي۔ په اېن اے 29 كښې د ووټرانو مجموعي شمېره 3 لکه 18 زره 774 ٬ اېن اے 30 كښې 4 لکه 4 زره 622 ٬ اېن اے 31 كښې 3 لکه 99 زره 278 او په اېن 32 كښې د ووټرانو مجموعي شمېره 5 لکه 88 زره 973 ده۔ دغسې ټاكنو لپاره د داخله چارو محكمه كښې کمانډ اېنډ کنټرول سېنټر جوړ كړے شوے۔ په پولنګ سټېشنونو كښې څارنې لپاره 5 زره 552 سي سي ټي وي کېمرې لګولې شوي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په پی کے 91 کوهاټ 2 كښې د كانديد عصمت الله خټك او په اېن اے 8 باجوړ او پي كے 22 باجوړ 4 كښې د كانديد رېحان زېب د حق رسېدو په سوب ټاكنې ځنډولې شوي ۔ د الېكشن كمېشن له مخې په يادو شوو حلقه جات كښې ټاكنې به د ټولټاكنو څخه وروستو كولې شي او په دې اړه به شېډول د فرورۍ په 8 مه نېټه كېدونكو ټاكنو څخه وروستو اعلانولې شي