كوم كانديد يا ګوند پولنګ سټيشن ته نزدې په 100 ميټر كښې كيمپ لګولے نه شي

فېصل آباد ۔ 07 فروری (اے پی پی) د ټولټاكنو د پولنګ په موقعه نن د فرورۍ په 8 مه نېټه به كوم كانديد يا ګوند پولنګ سټېشن ته نزدې په 100 ميټر كښې د ټاكنو كېمپ لګولے نه شي بياهم مهم سياسي ګوندونه ٬ كانديدان او الېكشن ايجنټان يا د دوئي پلويان په كلي والو سيمو كښې پولنګ سټېشن څخه د 400 ميټر په مسافت او ښاريو كښې د 100 ميټر په فاصله خپل كېمپ لګولے شي۔ د الېكشن كمېشن فېصل آباد وياند ټولو سياسي ګوندونو او كانديدانو ته اطلاع وركړې چې د ضابطه اخلاق شق 48 او 49 له مخې د پولنګ په موقعه به پولنګ سټېشن ته نزدې په 400 ميټر كښې په كوم كمپائن چلولو ٬ د ووټرز په قائل كولو او ووټ كارولو يا نه كارولو له په منت زارۍ كولو بندېز وي۔ دغسې د 100 ميټر د حد دننه د ووټر په ډاډګيرنه كولو ٬ يا د ووټ نه اچولو په صورت كښې د هغه په ملامته كولو ٬ د جهنډو يا بېنرو په لګولو به هم بشپړه بندېز وي۔ ده ووئيل ډسټرکټ ریټرننګ آفیسرز،ریټرننګ آفیسرز او پولیس او انتظامی چارواكي به په ياد شويو شقونو د عمل درآمد باوري كولو ذمه وار وي او ددې خلاف وزري به غېر قانوني عمل ګڼلے شي چې په ضد به يۍ د قانون له مخې سخته كارروائي كولې شي۔