کراچۍ ۔ 06 فروری (اے پی پی) د نهې شپې 12 بجو څخه وروستو به په سياسي هلو ځلو بندېز وي۔ د صوبائی الېکشن کمشنر سندھ لخوا د نهې په ورځ د جاري شوې اعلاميې له مخې صوبائي الېكشن كمشنر (سندھ) شريف الله په ټول ټاكنو كښې د برخه اخستونكو د سندھ صوبې ټولو كانديدانو او سياسي ګوندونو پام د الېکشنز اېکټ 2017 شق 182 ته ګرځولو سره وئيلي چې نن د ټاكنو د كمپائن وروستۍ ورځ ده ٬ نن د 6 مې او 7 مې فرورۍ 2024 منځومانه شپې 12 بجو څخه ورورستو به كوم هم وګړې په كومه هم غونډه ٬ كارنر ميټنګ يا داقسمه كومې سياسي هلې ځلې كښې ګډون كولے نه شي۔ له دې كبله كه چا هم د پورته ذكر كړې شوي شق خلاف ورزي وكړه په ضد به يۍ سخته قانوني كارروائي كولې شي۔