مظفرآباد۔5فروری(اے پی پی) د كشمير يووالي ورځې په موقعه د آزاد جموں وكشمير قانون ساز اسمبلۍ خصوصي غونډه د سپيكر چوهدري لطيف اكبر په مشرۍ كښې وشوه۔ په دې موقعه سپيكر چوهدری لطیف اکبر نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ ته هركلے وئيلو سره ووئيل چې د نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ د آزاد جموں وكشمير اسمبلۍ ته خطاب سره به د لائن آف كنټرول پورې غاړې ته د كشميريانو حوصلې لوړې شي۔ ده ووئيل د كشميري اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو مبارزه كښې پاكستان ٬ پاكستاني اولس او ټولو حكومتونو بشپړ ملاتړ كړے دے۔ ده ووئيل كشميرې اولس 75 كلونو څخه د هند ظلم او بربريت برداشت كوي۔ ده ووئيل د كشمير يووالي ورځ مقصد په مقبوضه كشمير كښې د هند د ظلم ښكار كشميري اولس سره د يووالي څرګندونه كول دي۔ ده ووئيل هر كال د پاكستان صدر يا وزيراعظم آزاد كشمير ته راځي او قانون ساز اسمبلۍ ته خطاب كوي۔ ده ووئيل قانون ساز اسمبلۍ ته ستاسو خطاب نن د ګردې مقبوضه سيمې اولس غور سره اوري چې وزيراعظم دوئي لپاره څه پېغام وركوي۔ ده ووئيل نن قانون ساز اسمبلۍ ته د وزيراعظم خطاب ٬ د مقبوضه كشمير اولس سره د يووالي څرګندونه او د هندوستان د اقداماتو په ضد د غندنې قراردادونو سره به د لائن آف كنټرول پورې غاړې ته مثبت پېغام لاړ شي او د كشمير د آزادۍ تحريك ته به يو نوے جهت ترلاسه شي۔