مظفرآباد۔5 فروری(اے پی پی) د كشمير يووالي ورځې په موقعه د قانون ساز اسمبلۍ په خصوصي غونډه كښې د هند د غير قانوني اقداماتو غندنې په اړه وړاندې كړې شوي قراردادونه په متفقه توګه منظور كړې شول۔ د قراردادونو له منظورۍ څخه وروستو د قانون ساز اسمبلۍ سپيكر چوهدري لطيف اكبر د كشمير يووالي ورځې په موقعه رابللې شوې د آزاد جموں وكشمير قانون ساز اسمبلۍ خصوصي غونډه تر نامعلومه مودې وځنډوله۔