پاكستان تل د كشميري اولس د خپلواكۍ ملاتړ كړے دے

سرینګر۔4فروری(اے پی پی) اتحاد اسلامی جموں و کشمیر د كشمير يووالي ورځ په لمانځلو د پاكستاني حكومت او اولس مننه كړې ده۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې د اتحاد اسلامي لارښودو احمد عبد الرحمن سلفي ٬ نثار محمد قاسمي او پير سجاد فلاحي په سرينګر كښې په يو مشتركه بيان كښې وئيلي چې پاكستان تل د كشميري اولس د خپلواكۍ د حق ملاتړ كړے دے او كشمير لپاره يۍ هند سره جنګونه كړي دي۔ دوئي ووئيل كشمير كاز لپاره كشميرې اولس په قربانيو وركولو د پاكستاني اولس مننه كوي او پاكستان سره د الحاق كولو عزم لري۔ دوئي ووئيل د پاكستان او آزاد كشمير اولس او په بهر هېوادونو كښې مېشته كشميري وګړي به ګرده نړۍ كښې كشميريانو سره د يووالي څرګندونه كولو سره د نړيوالې ورورولۍ په وړاندې د جموں وكشمير متنازعه حېثيت په ډاګه كړي۔ د اتحاد اسلامی لارښودو ووئيل د چیئرمېن سید منظور احمد شاہ په فعاله مشرتابه كښې به د آزادۍ تحريك په هره كچه پياوړې او مستحكم كولے شي۔ دوي د انفورسمنټ ډائرېکټورېټ، دهلی کنټرول ریاستی تحقیقاتی ايجنسۍ او سنټرل بیورو آف انوېسټی ګېشن په شمول د نورو هندي ايجنسو لخوا روانه رياستي ترهګري او د كشميري وګړو په نخښه كولو سخته غندنه وكړه۔ دوئي د بې ګناه كشميري وګړو د ګرفتارۍ غندنه كولو سره د فوري خوشې كولو غوښتنه وكړه۔