میر پور ۔3فروری (اے پی پی) جمو و کشمیر ملي محاذ (جے كے اېن اېف) كشميري اولس سره د پېوستون په ښودلو پاکستاني حكومت او اولس ته د عقيدت ډالۍ وړاندې كړې دي۔ د جے كے اېن اېف وياند محمد حسيب په خپل بيان كښې د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د كشميري اولس د منصفانه هڅو په ملاتړ كولو د پاكستان مننه كړې۔ ده ووئيل پاكستان تل كشمير كاز ته وده وركولو او په سيمه ايزه او نړيواله كچه د كشميري اولس ناوړه حالت رامخې ته كولو كښې مهم كردار ترسره كړے دے۔ ده هيله ولرله چې پاكستان به د کشمیریانو تر خپلواکۍ پورې په اخلاقی، سیاسی او سفارتی توګه ملاتړ ته دوام ورکوی۔ ده ووئيل په سياسي توګه باثباته او په اقتصادي توګه مضبوط پاكستان د كشميري اولس د آزادۍ تحريك د كاميابۍ ضامن دے۔